
د «ایکنانیوز د راپور له مخې، زکي الميلاد د «مؤمنون بلاحدود» په ویبپاڼې کې د شیخ محمد یوسف موسی د کتاب «قرآن او فلسفه» په اړه لیکلي چې:؛ په ۱۹۵۸ کال کې، دالازاهر یو او لوي عالم شیخ محمد یوسف موسی (۱۳۱۷-۱۳۸۳ هـ / ۱۸۵۹-۱۹۶۳ م)، خپل لومړی چاپ «قرآن او فلسفه» نومې کتاب خپور کړ.
دا اثر په اصل کې د هغه د پی ایچ ډي د رسالې لومړۍ برخه وه چې په فرانسوي ژبه لیکل شوې وه او په ۱۹۴۸ کال کې یې د فرانسه په سوربن پوهنتون ئې دفاع وکړه. هغه ته د فلسفې د ډاکټرۍ لوړو نمبرې ورکړل شوې. د رسالې عنوان و: « د ابن رشد او د منځنیو پېړیو د فلسفیانو له نظره دين او فلسفه ».
د رسالې له دفاع وروسته، ډاکټر موسی دا له فرانسوي ژبې څخه عربي ته وژباړله او په دوو ټوکو ئې خپره کړه. لومړی ټوک یې «قرآن او فلسفه» او دوهم ټوک یې د رسالې اصلي عنوان لاندې په ۱۹۵۹ کال کې خپور شو.
لومړنی ټکی چې د دې کتاب لوستونکي پام ځانته را اړوي، د کتاب د عنوان ځانګړتیا ده: «قرآن او فلسفه». دا ښايي په اوسمهاله عربي نړۍ کې لومړنی کتاب وي چې د قرآن او فلسفې ترمینځ پیچلې او دوه اړخیزه اړیکه ټينګوي ؛ داسې اړیکه چې د تضاد او جلاوالي پر ځای، د همغږۍ او تړاو پر بنسټ ولاړه ده.
ډاکټر موسی وايي چې قرآن د فلسفي اصولو د درلودلو له امله، که د انسانانو لپاره وي او که د خدای او د هغه د انسانانو د اړیکې په اړه، مسلمانان د فلسفي څېړنو ته هڅوي.
هغه زیاتوي چې قرآن، د ټولو انسانانو لپاره د خدای د وروستي پیغام په توګه، تر دې دمه د هغه د دقیقې مطالعې لاندې نه دی راغلی. ځینې اسلامي تیالوجۍ څېړونکي نه پوهېږي چې څنګه له قرآن څخه په بشپړ ډول ګټه واخلي. دا کار د خدای ریښتیني پوهه غواړي،داسې پوهه چې هم د زړه او هم د ذهن له لارې ومنل شي؛ داسې پوهه چې په ځینو برخو کې له فلسفي پوهې، چې یوازې د عقل پر بنسټ ولاړه وي، هم مخکې ځي.
دا هغه عناصر دي چې د ډاکټر محمد یوسف موسی د قرآن او فلسفې د اړیکې په اړه د نظر او تئوري بنسټ جوړوي.
https://iqna.ir/fa/news/4317795